کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸) : د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې له هندوستان سره سفارتي اړیکې محدودې او سوداګریزې اړیکې پرې کړې. پاکستان دا کار وروسته وروسته له هغه وکړ، چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته ورکړل شوي اختیارات لغوه کړل او هلته یې پر ګرځیدو بندیز لګولی دی. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو هم ګډون کړي وو. پاکستان وايي د اقتصادي اړیکو د ځنډولو تر څنګ له هند سره به په نورو برخو کې هم پر خپلو اړیکو غور کوي. په دغې غونډې کې دا پرېکړه هم وشوه چې پاکستان به په ملګرو ملتونو کې د کشمیر مسئله راپورته کړي چې پر هند فشار راوړي چې کشمیر ته بېرته اختیارات ورکړي. د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په اساس، جمو او کشمیر ته، چې اکثریت یې مسلمانان دي، ځانګړي اختیارات ورکړل شوي وو. د دغو اختیاراتو په اساس کشمیر د بهرنیو اړیکو پرته په نورو ډېرو برخو کې د خپلو قوانینو د تصویب او جوړولو حق او ازادي درلوده. خو هند دا اختیارات لغوه کړل او له دې وروسته به په جمو او کشمیر کې د هند د نورو ایالتونو وګړي هم وکولی شي چې ځمکې او کورونه واخلي.
login or register a new account.