Language

“په بغلان کې له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې ټانک له منځه وړل شوى”

پلخمري (پژواک،۱۶ زمرى ۹۸): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې له چاودېدونکو توکو ډک يو هاموې ټانک موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړى دى.

بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال غلام عباس توکلي د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو مخالفينو غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک د يوه هاموې ټانک په وسيله د همدې لوا پر قرارګاه بريد وکړي.

هغه وايي: ((په دغه هاموې کې درې کسان هم ناست و چې د دوشي ولسوالۍ د ګېله ګۍ تالاشي پرمهال پېژندل شوي او له منځه وړل شوي دي.))

د نوموړي په وينا، په دغه پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو دغه هاموې ټانګ او درې بريدګر له منځه وړل شوي دي.

د توکلي د معلوماتو له مخې، په دغه ټانک کې څه باندې شپږ سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و، خو موخې ته له رسيدو وړاندې له منځه وړل شوى دى.

بل لورته د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.