Language

جان بس: امريکا د سولې يوه جامع توافق ته د افغانانو د رسېدو لپاره زيار باسي

کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې يوه جامع توافق ته د رسېدو په خاطر د شرايطو د برابرولو لپاره کوښښ کوي.

په کابل کې د امريکاس سفير جان بس په خپل اختر اختريز پيغام کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې د جګړو له ډېرو کلونو وروسته، اوسمهال په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره واقعي پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

هغه وايي: "موږ اوس يوه کلي جامع توافق ته د لاسرسي په برخه کې چې د افغانستان لپاره به د سولې زېرى له ځان سره لوري، د واقعي پرمختګونو شاهدان يو."

د ده په خبره، هېواد يې په افغانستان کې د سولې يوه جامع توافق ته د افغانانو د رسېدو لپاره زيار باسي او له افغانانو غواړي چې ټول د يوه سوله ييز افغانستان لپاره هڅه وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو اتم دور تېره اونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شو چې دغو خبرو د دې دواړو لورو ترمنځ نهايي هوکړې ته د رسېدو لپاره هيلې زياتې کړې دي.

login or register a new account.