ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د اختر په مناسبت لسګونه بنديان خوشي کړي دي

طالبانو د اختر په مناسبت لسګونه بنديان خوشي کړي دي

author avatar
11 Aug 2019 - 11:51
طالبانو د اختر په مناسبت لسګونه بنديان خوشي کړي دي
author avatar
11 Aug 2019 - 11:51

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٨): وسله والو طالبانو اعلان کړی چې د لوى اختر په مناسبت يې ٧٦ جنګي بنديان خوشي کړي او غواړي ګڼ نور هم ازاد کړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې د دې ډلې د بندیانو د تنظیم او خلاصون چارو کمېسیون له خوا خپره شوې ده.

سرچينه کاږي چې دغه جنګي بنديان د طالبانو د مشر د فرمان له مخې په اروزګان، کندوز، خوست او سرپل ولایتونو کې ازاد شوي او د جامو او کرايې په ورکولو سره یې خپلو کورنيو استولي دي.

سرچينه زياتوي، له اروزګان څخه ١٨، له کندوز څخه ٣٥، له خوست څخه ١٥ او له سرپل څخه ٨ کسان ازاد شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

طالبان وايي، له څو نورو ولایتونو به هم ګڼ نور بندیان د اختر په مناسبت ازاد شي او خپلو کورنیو ته به واستول شي.

له دې مخکې (د زمري ١٧مه) هم د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله د لوى اختر په مناسبت په خپل پيغام کې له خپلو کسانو غوښتي وو چې د اختر په ورځو کې د خلکو خونديتوب ته پاملرنه وکړي او هغوى ته يې سپارښتنه کړې وه چې د ولس هوساينې او خونديتوب ته پاملرنه وکړي او د هېوادوالو د خوښۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.