Language

ولسمشر: سوله راتلونکې ده خو د ملت له انتخاب پرته قوي حکومت نه شي رامنځته کېدای

کابل (پژواک، ۲۰ زمرى ۹۸): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې وايي ملت په خپل انتخاب سره راتلونکي ولسمشر ته صلاحيت ورکوي چې سخت تصاميم ونيسي، زياتوي، هغه سوله راتلونکې ده چې د افغانانو عزت په کې خوندي وي.

نن (يکشنبه) د لوى ختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده؛ په ټول هېواد کې د جوماتونو امامانو د اختر لمانځه په خطبو کې پر يووالي ټينګار وکړ او دغه راز هېوادوالو د لمانځه له ادا کولو وروسته په هېواد کې د سولې او ارامۍ د ټينګښت لپاره دعا وکړه او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې د هېواد د امنيت په تامينولو کې لا ډېر کوښښ وکړي.

ولسمشر او يو شمېر نورو دولتي چارواکو د اختر لمونځ د ارګ د دلګشا په جامع جومات کې ادا کړ.

وروسته ولسمشر غني د رسنیو له لارې د افغانستان ټول ملت ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د ملکي او نظامي شهیدانو ټولو کورنیو ته د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او ويې ویل، دا چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ د ملي هویت، ملي اقتدار او د هېواد د استقلال دفاع کوي، مننه ورڅخه کوي.

هغه زیاته کړه، د ملکي او نظامي شهیدانو ورثې ته رسېدنه د دغه ملت د هر فرد اړتیا او دنده ده.

نوموړي په ټینګار سره وویل، که څوک فکر کوي چې د ترور او وحشت له لارې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د خپل اطاعت خط ته راولي، سلګونه ځلې دې فکر وکړي، دا ملت تسلیمېدونکی نه دی، اما سوله د هر افغان غوښتنه ده او راتلونکې ده.

ده څرګنده کړه، موږ داسې سوله غواړو چې د هر افغان عزت په کې وي او هغه سوله چې په هغې کې زموږ خلک بې وطنه شي، نه غواړو.

هغه زیاتوي چې افغانان بې وطنۍ او د مغزونو او د پانګې فرار ته نوره اجازه نه ورکوي.

هغه په ټینګار وویل، پر کېبل د افغان نجونو او ښځو د وهلو وخت تېر شوی او د افغانستان عظیم ملت د دغسې نارواوو اجازه نوره نه ورکوي.

ده زیاته کړه، په سوله کې باید هر افغان له بل افغان سره مساوي وي او زموږ د ژبو او قومونو تنوع زموږ ویاړونه دي.

نوموړي څرګنده کړه، دا باید هېره نه شي چې سوله سمتي، حزبي او قومي نه، بلکې ملي ده.

ولسمشر وویل، موږ سولې ته د رسېدو لپاره د ملي یووالي حکومت تشکیل، له حزب اسلامي سره د سولې، له ولسمشر ټرمپ سره مذاکرات چې د امریکا ستراتیژي یې پر سوله زیاته متمرکزه کړه، د کابل کنفرانس چې د سولې لپاره مخکې شرطونه په کې رفع شول، په نېکمرغه کوچني اختر کې د اوربند او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو شپږ مهم پړاوونه بشپړ کړل، نو سوله راتلونکې ده او د افغانستان خلک سوله غواړي.

login or register a new account.