ګرديز(پژواک، ٢١ زمرى ٩٨): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکي ادعا کوي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي خو ملي امنيت بيا دغه څرګندونې ردوي.
دغه عمليات تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په کلالګو سيمه کې شوي دي.
د يادې سيمې يو تن اوسيدونکي حاجي قاهر چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي پژواک ته وويل چې د شپې شاخوا يولس بجې عمليات پيل شول او په دوو کورونو کې يې ١١ تنه وژلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((ځينې محصلين وو چې کورونو ته په رخصت راغلي وو، د مکتب استادان هم په کې و او زما د تره زوى چې په وزارت معارف کې يې کار کاوه هم وژل شوى دى، ډېر وحشت يې کړى، ټول بې ګناه خلک دي.))
دغه راز د زرمت ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
هغه زياته کړه: ((په وژل شويو کسانو کې شفيع الله او حکمت الله په زرمت کې د مکتبونو استادان، قاري انعام الله د مدرسې شاګرد، راحت الله او نصرالله د غزني پوهنتون او انصارالله د پکتيا پوهنتون محصلين، محمداصف د دولت خان لېسې مدير او فدامحمد، فتح الله او نصرالله دهقانان او يو بل کس شامل دي.))
بل لورته د پکتيا امنيه قوماندانۍ هم مني چې د کلالګو په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي خو د جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.
دغه راز د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنيو او حکومتي ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو ملي امنيت بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې تېره شپه د عملياتو پرمهال ١١ طالبان وژل شوي دي.
سرچينه وايي چې په وژل شويو کسانو د طالبانو دوه قوماندان اسدالله او فدامحمد مشهور په (فداګى) هم شامل دي.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژل کېدل په کلکه رد شوي دي.
د يادونې وړ ده چې زرمت د پکتيا تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ده چې د وسله والو طالبانو استوګنځايونه او نظامي ځايونه هم په کې دي او د امنيتي مسولينو په خبره د شاوخوا ولايتونو لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي تګ، راتګ لاره هم ده.
login or register a new account.