Language

د اختر ورځو کې د بېلا بېلو پېښو له امله ۴ کسان مړه او ۱۴ ټپیان شوي

 

کابل(پژواک،۲۳ زمری ۹۸): حکومتي چارواکي وايي چې په کابل کې د اختر د ورځو پر مهال د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ نور کسان پر پلاستیکي وسلو ټپیان شوي دي.

د کابل د ترافیکو د عمومي مدیریت د حادثو مدیر عبدالصبور حسین خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې (د عرفې او اختر درې ورځې) پنځه ترافیکي پېښې د حادثو په مدیریت کې ثبت شوې دي.

 هغه زیاته کړه، دوه کسان د عرفې په ورځ په ماهیپر او بګرامي ولسوالیو کې، یو کس د اختر په دویمه ورځ د څرخي پله په بازار او یو بل کس د اختر په درېیمه ورځ د کابل د هوايي ډګر پر ۸۰ متره سړک د ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په خبره، د یادو ترافیکي پېښو درې موټر چلوونکي نیول شوي خو یو موټر چلوونکى د څرخي پله له بازاره تښتېدلی دی.

حسین خېل وویل، په یادو ورځو کې ځینې نورې ترافیکي پېښې هم رامنځته شوې دي، خو سیمې ته د ترافیکو تر رسېدو مخکې دواړه لوري توافق ته رسېدلي او پېښې د ترافیکو په مدیریت کې نه دي ثبت شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پېښو مدیریت هغه ترافیکي پېښې ثبت کوي چې دوی ته یې په اړه خبر ورکړل شي او یا ځاني او مالي زیانونه ولري.

په ورته وخت کې د کابل د نور روغتون رییس محمد یوسف بره کي وویل، په تېرو څلورو ورځو کې ۱۴ کسانو چې په پلاستیکي وسلو ټپیان شوي وو دغه روغتون ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه، په ټپیانو کې اته نارینه، درې ښځې او درې ماشومان شامل وو چې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

 د نوموړی په خبره، ټپیان د پلاستیکي وسلو له امله د سترګو، غوږونو او پزې په برخو کې زیانمن شوي وو.

 بره کي وویل، هېواد ته د پلاستیکي وسلو د وارداتو د مخنیوي او تبلیغاتو په وسیله په لوی اختر کې د کوچني اختر په پرتله دغه ډول پېښې کمې شوې دي.

login or register a new account.