Language

ولسمشر د پکتيا زرمت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړلو امر کړى

 

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) :  د ملي امنيت شورا وايي چې د ولسمشر په سپارښتنه  د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څېړنې پيل شوې دي.

افغان ځانګړو ځواکونو درې ورځې مخکې د پکتيا ولايت په  زرمت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١١ کسان وژلي وو، چې دوى ادعا وکړه چې وژل شوي کسان وسله وال مخالفين دي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دا ملکي وګړي او ډېرى يې محصلين وو.

د ملي امنيت شورا له خوا د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنیت شورا د ولسمشر محمد اشرف غني په هدایت د هغو عملیاتو په اړه، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې شوي او د وسله والو طالبانو په ګډون په کې زموږ یو شمېر ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، د جدي اقداماتو لارښوونه کړې ده.

سرچينې زياته کړې،  په دې لړ کې ملي امنیت عمومي ریاست موظف شو، چې له خپلو ټولو هغو پوځي چارواکو جدي تحقیقات وکړي، چې په دې عملیاتو کې یې ونډه لرله.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ورته وخت کې لارښوونه شوې چې د تحقیقاتو په لړ کې ګرم پېژندل شوي کسان ژر تر ژره ونیول شي او د قانون په رڼا کې چلند ورسره وشي.

د ملي امنيت شورا ويلي، د افغانستان د ولت ټول تمرکز پر دې دی، چې په جګړه کې ملکي کسان متضرر نه شي له همدې امله امنیتي ارګانونو (ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست) ته هدایت شوی، چې په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

 

login or register a new account.