Language

په ارګ کې د هېوادوالو د شکایتونو د ثبت او ارزولو مرکز جوړ شو

 

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) :  ولسمشرۍ  ماڼۍ وايي چې د ولسمشر اشرف غني د لارښوونې پر بنسټ د هېوادوالو د شکایتونو، نظریاتو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو او ارزولو د اسانتیا په خاطر د ټیلېفون له لارې د هېوادوالو د شکایتونو د ثبت او ارزولو مرکز په ارګ کې جوړ شو.

له ارګ څخه د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړ شوي و، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر ريیس ډاکټر فیض الله کاکړ د دغه مرکز جوړول د دولتي بنسټونو کړنود څارنې او د خلکو مطالبو ته د رسیدګۍ په برخه کې مهم وباله.

هغه وویل،  دې ته په کتو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ بنسټ د وطنوالو د ټولو مطالبو، وړاندیزونو، نظریاتو او شکایتونو د قانوني رسیدګۍ پر وړاندې ځان مسوول ګڼي، دغه مرکز د جمهوررئیس د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ جوړ شوی.

ډاکټر فیض الله کاکړ، د خلکو شکایتونو او مطالبو ته اغېزمنه رسیدګي د ښې حکومتولۍ په برخه کې ارزښتناک ګام وباله او د حکومتولۍ په لوړه کچه یې د دغه مرکز پر پراختیا ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد دننه او بهر ټول هېوادوال ۲۴ ساعته کولای شي ۵۰۰۰ شمېرې سره د تماس له لارې د جمهوري ریاست بنسټ سره په اړیکه کې شي او خپل شکایتونه، نظریات او وړاندیزونه د قانوني مرحلو د بشپړولو او رسېدنې په خاطر انتقال او ثبت کړي.

په همدې ترتیب، به د وطنوالو شکایتونه، نظریات او وړاندیزونه له ثبت وروسته اړوندو ادارو او مراجعو ته د مرحلو د بشپړولو په خاطر استول کېږي او د اجرااتو بهیر به یې هم د موظف ټیم پر مټ تعقیب او د اجرااتو د څرنګوالي په اړه به یې شکایت کوونکو ته اطلاع ورکول کېږي.

login or register a new account.