کندوز (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې د کندوز له هوايي ډګره د ملکي الوتنو پيلېدو په موخه د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شپږو کلونو راهيسي د کندوز له ملکي هوايي ډګره الوتنې نه دي ترسره شوې.
خو د کندوز د خان اباد ولسوال حيات الله اميري د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په باغ ميري، کټه خېل، پېشکبوک، ملرغې او ترنو سيمو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي: ((له همدې سيمو څخه د کندوز هوايي ډګر ته ګواښ متوجه و، نو ځکه په تېرو څو کلونو کې الوتنې هم نه دي ترسره شوې خو اوس عمليات پيل شول څو دغه سيمې امن شي او الوتنې بېرته پيل شي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونه غواړي چې له چاڼيزو عملياتو وروسته په دې ولسوالۍ کې يوه لويه قرارګاه هم جوړه کړي.
همدارنګه د خان اباد ولسوالۍ د ملرغې سيمې اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه ١١ بجې د ملي امنيت او ملي اردو ځانګړو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه: ((په ځينو ځايونو کې طالبانو لږ مقاومت وکړ خو اوس يې سيمې پرېیښې او تللي دي.))
بل لور ته په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د خان اباد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې عمليات پيل شوي دي.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د قاري وسيم په نوم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د باغ ميري، کټه خېل پيشکبوک او ترنو سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې خو عمليات لا هم روان دي.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP