کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني په کابل کې سفيرانو او ډيپلوماتانو ته ويلي چې افغانان جمهوريت او سوله دواړه غواړي.
له ارګه د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزي د نمانځنې په مناسبت په کابل کې د استوګنو سفیرانو، کور ډیپلوماتیک غړو او نړیوالو سازمانونو د مسوولینو په ویاړ په ارګ کې جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون او وینا وکړه.
سرچينې زياته کړې، په دغه مېلمستیا کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د شاه امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه، شهزادګۍ ناجیه او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو حضور درلود.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستيال ادریس زمان دې ناستې ته وويل: "موږ نن نه یواځې د افغانستان خپلواکي نه، بلکې د غازي امان الله خان او د بې شمېره اتلانو د خپلو خلکو د پالنې او خدمت ګټلې توانایي نمانځو."
هغه له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د د خپلواکۍ ساتلو په خاطر د زرګونو ښځو او نارینه وو د سرښندنو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، نن افغانان یو مصمم او متحد ملت دی.
ولسمشر اشرف غني په کابل کې مېشتو سفیرانو، کورډیپلوماتیک غړو او د بین المللي سازمانونو مسوولینو ته د هرکلي تر څنګ وویل: "موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د دارالامان او پغمان ماڼیو په ګډون د هېواد د فرهنګي میراث او تاریخي ودانیو یوه برخه ورغوله او نورې یې هم د بیارغاونې په حال کې دي."
ده زیاته کړه، د هېواد فرهنګي میراث او تاریخي بناوې یوازې ساختمانونه نه دي، بلکې د ملي او تاریخي هویت ښکارندوی دي.
ولسمشر د نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایي او اسلامي هېوادونو، هند او نورو لرو او نږدې ګاونډیو هېوادونو له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه.
هغه څرګنده کړه: "افغانان جمهوریت او سوله غواړي او موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د رڼو، ټولشموله او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یو، څو د ملت جوړونې سفر چې زموږ سیاسي او فکري خپلواکي په کې خوندي وي، په بریالیتوب سره ادامه ورکړو."
login or register a new account.