Language

په کابل ښار کې يوه کس خپل مور او پلار وژلي

 

کابل (پژواک، ۲۹ زمرى ۹۸): امنيتي چارواکي وايي چې د کابل ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې يوه کس خپل مور او پلار وژلي دي.

د شپاړسمې حوزې امر سمونيار عنایت الله پژواک اژانس ته وويل چې يوه ٢٠کلن ځوان تېره ورځ سهار پر خپل چره ييز ټوپک خپل مور او پلار چې ويده وو، وژلي دي.  

هغه کورنۍ تاوتريخوالى د دې پېښې لامل وباله.

نوموړي وويل چې قاتل له سيمې پر تېښته بريالى شوى، خو د پوليسو تر څار لاندې دى.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون وياند فردوس فرامرز ياده پېښه تاييدوي.  

login or register a new account.