Language

امنیتي مسوولین په ځینو ولایتونو کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

لښکرګاه- تالقان- کندوز ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند، تخار او کندوز ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن محمد زمان همدرد د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه په نوزاد او سنګين ولسواليو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونو د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

خو بل لور ته د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير وايي چې د دغو عملياتو په اړه معلومات نه لري.

همدارنګه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د تخار د اشکمش ولسوالۍ د جګړو په اړه معلومات وروسته له رسنيو سره شريکوي.

په ورته وخت کې په کندوز کې هم يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه وسله والو طالبانو له څو لورو د کندوز ښار د درېيمې حوزې پر پوستو بريدونه وکړل.

د هغه په وينا، د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې پنځه طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

حسيني زياتوي چې د جګړې پر مهال د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. دغه راز د کندوز ښار د ذاخېلو سيمې اوسېدونکي محمد شفيق پژواک ته وويل: ((تر سهار جګړه وه، ټوله شپه مو له وېرې خوب نه دى کړى، امنيت بايد تامين شي.)) خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics