Language

په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸) : په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د یوې نښتې پر مهال د دوو امریکایي سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سرتیري نن وژل شوي دي.

خو دغو ځواکونو د پيښې د کره ځای او نښتې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا ددفاع وزارت د پالیسۍ له مخې دوی تر ۲۴ ساعتونو پورې د وژل شویو سرتیرو هویت نه شي په ډاګه کولی.

login or register a new account.