Language

خليلزاد: له طالبانو سره له تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو

کاپل (پژواک، ٤ وږى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې له طالبانو سره تر تړون وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کړې چې رويټرز خبري اژانس د ځينو طالب سرچينو له خولې خبر ورکړى و چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته به امريکا د افغان ځواکونو له ملاتړه لاس اخلي.

خو زلمي خليلزاد د وږي په ٤مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، هېڅوک دې پر دې ډول تبليغاتو او پروپاګند باندې نه غولېږي.

هغه زياته کړې: ((زه بايد واضح کړم چې موږ له طالبانو سره تر تړون وروسته هم له افغان ځواکونو دفاع او ملاتړ به يې کوو.))

خليلزاد ويلي، ټولو خواوو موافقه کړې ده چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به پر بين الافغاني مذاکراتو بحث کېږي.

نوموړى وايي چې د رويټرز راپور بېځايه ادعا ده، امريکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته له موافقې وروسته هم دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو په وروستيو مرحلو کې دى او ويل کېږي چې په لنډو ورځو کې به يوې موافقې ته سره ورسېږي.

login or register a new account.