Language

طالبانو د سلام مخابراتي شبکې پر نماینده ګیو او پایو د بریدونو ګواښ کړی

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٨): وسله والو طالبانو سلام مخابراتي شرکت ته ګواښ کړى او ويلي يې دي چې له دې وروسته به پرې بريدونه وکړي.

د طالبانو له خوا د وږي په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سلام مخابراتي شرکت د دوى له مکررو خبرداريو وروسته هم له اصولو سرغړونو ته دوام ورکوي.

سرچينې زياته کړې، له دې وروسته د دغه مخابراتي شرکت مراکز او پايې (ټاورونه) د طالبانو لپاره د نظامي هدف په توګه اعلانېږي، نوري فایبر به پرې کړي، له پرسونل، وسايلو او وسايطو سره به يې د استخباراتي ارګانونو په څېر چلند کېږي.

طالبانو د دغه کار لامل د حکومت او امریکايانو لپاره استخباراتي فعاليت ترسره کول، په همدې موخه له مخابراتي تماسونو نه پټ معلومات راټولول او اړوندو استخباراتي شبکو ته يې  سپارل ياد کړي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسي خلکو او طالبانو ته د يقيني خطر پېښېدو په وخت کې د موسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون د بندولو او خلاصولو اصول نه مني، همدا راز بهرنيو او کورنيو چاپه وهونکو عسکرو ته جاسوسي کوي.

بلخوا د افغانستان  د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير سيد فهيم هاشمي ويلي چې د طالبانو ګواښونه د دوى د فعاليتونو مخه نه شي نيولى.

هاشمي چې د سلام مخابراتي شرکت د مديره پلاوي غړى هم دى، ويلي چې سلام به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه چې د سلام مخابراتي شرکت او د کارکوونکو د امنيت لپاره يې جدي اقدامات کېـږي.

د يادونې ده، تېره مياشت په بلخ ولايت کې شاوخوا دوه اوونۍ مخابراتي شبکې د شپې له خوا  طالبانو او د ورځې حکومت تړلې وې.

login or register a new account.