غزني ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولينو په قره باغ ولسوالۍ کې د شلو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د اووه نورو د نيول کېدو ادعا کړې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن په غزني ښار کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېرو لسو ورځو راهيسې په قره باغ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د ٣٠ په شاخوا کې کلي له طالبانو نيولي دي.
ده زياته کړه چې د يادو کليو د نيولو پر مهال ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور يې ژوندي نيولي دي.
نوري زياتوي: ((زموږ دغه عمليات به تر هغه روان وي، څو په قره باغ ولسوالۍ کې ټولې سيمې له طالبانو ونيول شي.))
خو د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې يادې سيمې له طالبانو پاڅون کوونکو نيولې دي.
هغه وايي: ((امنيتي ځواکونه يې ترې نه شي نيولاى، دا ټولط سيمې پاڅون کوونکو ترې نيولې دي.))
همدارنګه يوه پاڅون کوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې يواځې دوى د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
دى زياتوي: ((کله چې پر موږ جګړه سخته شي نو بيا زموږ مرستې ته راځي کنه نور جګړه موږ خپله کوو.))
په ورته وخت کې د غزني د والي وياند هم وايي چې حکومت له پاڅون کوونکو کلک ملاتړ او هر راز مرستې ورسره کوي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، قره باغ د غزني ولايت له امنو ولسواليو شمېرل کېده خو له دوو کلونو راهيسې يې امنيتي وضعيت خراب شوى او ډېرى وخت يې طالبان پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP