کندوز ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٨): امنيتي چارواکي وايي چې کومانډو ځواکونو په کندوز ولايت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړى او ١٥ امنيتي سرتېري يې ترې ازاد کړي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د وږي په څلورمه د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه وايي چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٥ امنيتي سرتېري او ملکي وګړي ژغورل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د عملياتو پر مهال په همدې سيمه کې د طالبانو د وسلو يوه زېرمه هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
خو بل لور ته په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان تورن جنرال نبي الله ميرزايي پژواک ته وويل چې ژغورل شوي کسان د ملي اردو او پوليسو سرتېري دي.
هغه وايي چې دغه عمليات د امام صاحب ولسوالۍ د اب فروشان په سيمه کې ترسره شوي چې پر مهال یې د ياد زندان شپږ ساتونکي هم وژل شوي دي.
دغه راز يوه ازاد شوي زنداني غلام حيدر پژواک ته وويل: ((ما په محلي پوليسو کې وظيفه درلوده، زه يې ٤٠ ورځې مخکې نيولی وم، ما ته يې ويلي وو چې ستا د اعدام حکم صادر شوى، هره ورځ به يې شکنجه کولم.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، له دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او يو شمېر کسان يې ترې را ازاد کړي دي.
login or register a new account.