غزني ښار (پژواک، ٥ وږى ٩٨): د غزني په جګړه ځپلې ولسوالۍ خواجه عمري کې له سلګونو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په خواجه عمري ولسوالۍ کې له دوه سوه جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه مرسته کې درې بورۍ وړه، يوه بورۍ وريجې او پنځه لېتره غوړي شامل دي.
دغه راز يو تن مرسته اخيستونکي رحيم الله پژواک ته وويل: ((زموږ په ولسوالۍ کې سخت جنګونه و، ټول خلک له ولسوالۍ نه تللي و اوس ورو ورو خلک روان دي بېرته راځي، خو هرڅه يې له منځه تللي دي.))
ده وويل چې په خواجه عمري کې د جګړو له امله خلک سخت ځپل شوي او ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
د خواجه عمري ولسوالۍ شاوخوا يو کال وړاندې وسله والو طالبانو ونيوله چې پرمهال يې د دې ولسوالۍ ولسوال دوست محمد شمس له لسو نورو پوليسو سره ووژل شو. خو شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې دغه ولسوالۍ امنيتي ځواکونو بېرته په خپل کنټرول کې کړه.
نوري وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د جګړو پرمهال ګڼ شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې چې په دې وروستيو کې بېرته ستانه شوي دي.
دغه راز نوري دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ په ده يک ولسوالۍ کې د طالبانو د محکمې مسوول فتح محمد وژلى دى.
هغه وايي: ((فتح محمد اصلا د اندړو و خو ده يک کې د محکمې مسوول و چې پرون و وژل شو.))
خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې عمليات شوي، حکومتي ځواکونو د فتح محمد په نوم يو عام وګړى وژلى او څو تنه نور يې له ځانه سره بيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP