پلخمري (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د بغلان په شپږو ولسواليو کې د څه باندې ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د استنادي دېوالونو جوړولو تړونونه لاسليک شول.
د بغلان والي فرید احمد بسیم د وږي په شپږمه مه په دې اړه نیول شوو مراسمو ته وويل چې حکومت د اوبو مهارولو لپاره منظم پلانونه جوړ کړي دي.
ده زياته کړه: ((په ځينو سيمو کې موسمي سېلابونه راځي چې خلک له مشکل سره مخ کوي، نو ځکه موږ غواړو چې استنادي دېوالونه جوړ کړي څو دغه اوبه مهار کړو.))
ده وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
دغه راز د بغلان د اوبو لګولو حوزې امر انجنیر اصف الله رحیمي وویل چې د استنادي دېوالونو دغه پروژې په خوست، خنجان، دوشي، ده صلاح، فرينګ او تاله برفک ولسواليو کې پلي کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ټوليز لګښت ١٦،٤ ميليونه افغانۍ دى چې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري ورکول کېږي.
د هغه په خبره، د دغو استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له ګواښه وژغورل شي.
همدارنګه د خنجان ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس محمد صادق پژواک ته وويل چې هر کال موسمي سېلابونه د دې ولسوالۍ سلګونه جريبه ځمکه ويجاوړي.
هغه وايي: ((پروسږ کال يې يواځې دوه سوه د مېوو باغونه ويجاړ کړي وو خو اوس خوشحاله يو چې دغه دېوالونه جوړ شي او مشکلات مو کم شي.))
د يادونې ده، بغلان د افغانستان د کرنيزو ولايتونو له ډلې دى چې ٣٢٩ د اوبو کانالونه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP