کابل (پژواک،۶ وږی ۹۸): د بښنې نړیوال سازمان افغانستان د بشري حقونو د فعالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی او په دغه هېواد کې یې د بشري حقونو د فعالانو لپاره د یوه میکانیزم رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان د سیمه ییز کمپاین او عدالت غوښتنې رییس سید عمر وریچ نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان له ځورونې، تاوتریخوالي او د دولتي چارواکو او وسله والو ډلو له فشار سره مخامخ دي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو پر ضد د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو لپاره هېڅ میکانیزم نشته.
د نوموړي په خبره، د بشري حقونو فعالان د طالبانو او داعش ډلو، زورواکو او دولتي چارواکو او دغه راز په مستقم یا غیرمستقیم ډول د دولت تر ګواښ لاندې دي.
هغه افغان حکومت د بشري حقونو د فعالانو د امنیت د خوندیتوب او ملاتړ لپاره د نړیوالو مسوولیتونو پّ برخه کې ناکام وباله او ویې ویل: ((کله چې د بشري حقونو مدافعین له ستونزو سره مخ کېږي او امنیتي ارګانونو ته مراجعه کوي ورته ویل کېږي چې لاړشئ وسله واخلئ او خپل امنیت وساتئ.))
نوموړي افغانستان د بشري حقونو د فعالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد وباله او ویې ویل: ((حکومت د بشري حقونو د فعالانو ستونزو ته د رسېدو پر ځای دوی ته وايي چې تاسو ځان ته دوسیې جوړوئ څو له افغانستانه بهر لاړ شی.))
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو حضور کم رنګ شوی دی.
هغه نړیواله ټولنه هم په دغه هېواد کې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې ناکامه وبلله او له نړیوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې نور ګامونه هم پورته کړي.
د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز څېړونکي زمان سلطاني په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې لپاره د میکانیزم د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، حکومت یوازې د مدافعینو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ثبت کړې دي.
د ده په خبره، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره عمل پلان جوړ شو خو د بودجې د نشتوالي له امله تر اوسه نه دی عملي شوی.
نوموړي د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.