Language

پاکستان ښايي بیا خپله فضا د افغانستان د الوتکو پر وړاندې وتړي

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٨): د پاکستان حکومت وايي، احتمال لري چې هند ته د افغانستان د الوتنو پر وړاندې یو ځل بیا خپل فضايي حريم وتړي.

د پاکستان د ساينس او ټیکنالوجۍ وزير فواد چوهدري پرون په اسلام اباد کې يوې خبري غونډه کې وويل چې د فضايي حريم تړلو تر څنګ حکومت غواړي چې د افغانستان او هند ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ پر وړاندې هم لار وتړي.

د يادونې ده، افغانستان د پاکستان د پنجاب ايالت د واګې بندر له لارې له هندوستان سره  د ځمکې له لارې سوداګري لري.

پاکستان دغه اقدامات وروسته له هغه غواړي وکړي چې له هندوستان سره يې د کشمير پر سر شخړه زياته شوې ده.

د هندوستان حکومت تر خپل واک لاندې کشمير کې داخلي خپلواکي بېرته واخيسته او ټول واکونه يې د مرکزي حکومت په واک کې ورکړل چې دغه کار د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شوى دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې هره ورځ شاوخوا په لسو لاريو بار تازه او وچه مېوه او نور توکي د پاکستان د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي.

بايد وويل شي چې څو مياشتې مخکې د پاکستان او هندوستان ترمنځ تر يوې لنډې نښتې وروسته پاکستان دوه ځلې خپل فضايي حريم د افغان الوتکو پر وړاندې وتاړه چې له امله يې د ټکټونو بيه لوړه شوه او مسير يې هم څو ساعته اوږد شو.

د افغانستان د هوايي چلند ملي اداره وايي چې د تېرو بنديزونو له امله شاوخوا ١٣٠ ميليونه ډالره زيان اوښتى و.

login or register a new account.

Related Topics