تالقان (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو د چاه اب ولسوالۍ د يوې لېسې مدير وژلى دى.
د تخار د والي وياند جواد هجري د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د چاه اب ولسوالۍ د سمتي لېسې پر مدير نعمت الله باندې وسله وال بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې نعمت الله وژل شوى خو قاتلين له سيمې تښتېدلي دي.
هجري زياتوي چې پوليسو د قاتلينو د نيولو هڅې پيل کړې خو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
هغه زياته کړه: ((له تېرو دوو کلونو راهيسې په چاه اب ولسوالۍ کې نا مسوول وسله وال په خپلو کې جګړې کوي چې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوي.))
دغه راز د چاه اب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شفيق هم د ياد شوي مدير وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى دى.
نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د نامسوولو وسله والو مخه ونيسي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د تخار د مرکز تالقانو ښار اوسېدونکو هم د نا مسوولو وسله والو له ډېروالي شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.