کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير جان باس پر طالبانو نيوکه کړې ده چې هم د سولې خبرې کوي او هم د افغانستان ملي تاسيسات ړنګوي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت ته له ګواښ وروسته بريدونه پرې پيل کړي دي.
تر اوسه په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کې د سلام پر انتنونو او دوکانونو دوه بريدونه شوي او ورته يې زيانونه اړولي دي.
په افغانستان کې د امريکا سفير جان باس په خپل ټويټر کې پر طالبانو نيوکه کړې ده چې هم د سولې خبرې کوي او هم يې د افغانستان د تاسيساتو پر ړنګولو پيل کړى دى.
هغه پر ټويټر ليکلي دي: "طالبان وايي چې سوله غواړو او يوې موافقې ته، چې روغې جوړې ته لاره هواروي، نژدې يو خو په عين حال کې مخابراتي شبکې او نور هغه تاسيسات ورانوي چې افغانان پرې تکيه دي."
د امريکا سفير جان باس وړاندې ويلي: "موږ او افغانان بايد د طالبانو خبرو ته غوږ ونيسو، که عمل ته يې وګورو؟"
د خوست امنيه قومانداني وايي چې تېر ماښام په خوست ښار کې د سلام شرکت د يوې نماینده ګۍ دروازې مخې ته چاودنه وشوه او زیان واړاوه.
درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو ګواښ کړی و چې د سلام مخابراتي شبکې انتنونه، وسايطو او تجهيزاتو ته به د نظامي اهدافو په سترګه ګوري.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د ميدان وردګو پېښې په اړه ويلي وو چې په نرخ ولسوالۍ کې يې د سلام مخابراتي شرکت يوه پايه له منځه وړې چې د دوى له مخالفينو سره يې په جاسوسۍ او استخباراتي فعاليتونو کې مرسته کوله.
login or register a new account.