Language

د شمال زون امنیتي مسوولینو د بغلان امنیتي وضعیت و ارزاوه

پلخمري (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د شمال زون لوړپوړو امنیتي مسوولینو د بغلان د امنیتي وضعيت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.

د ٢٠٩ شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي په مرکز پلخمري کې رسنيو ته وويل چې دغه ولايت ته د سفر موخه يې د امنيتي حالاتو ارزول او د ټاکنو ترسره کولو په موخه د چاڼيزو عملياتو پيلول دي.

همدارنګه د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان تورن جنرال نبي الله ميرزايي وويل چې د بغلان د لويو لارو د امنيت خونديتوب په موخه به هم چاڼيز عمليات پيل شي.

دى وايي: ((موږ کوښښ کوو چې په بغلان کې چاڼيز عمليات ترسره کړو، څو خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.))

خو په دې غونډه کې د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني وويل چې دغه ولايت تازه دمي سرتېرو ته اړتيا لري.

هغه وايي: ((که نوي سرتېري را نه شي په اوسنيو سرتېرو باندې ډېره سخته ده چې دغه نا امن ولايت امن شي.))

نوموړي اندېښنه وښوده چې وسله وال مخالفین ورځ تر بلې پياوړي کېږي او امکان لري چې له ټاکنو وړاندې ډېر پياوړي شي.

لوړپوړي امنيتي چارواکي داسې مهال بغلان ولايت ته سفر کوي چې هره ورځ د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو او لويو لارو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې ترسره کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.