Language

روسيې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون کې ضمانت ته چمتووالی وښود

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٨): روسيه وايي، چمتو دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د کېدونکي ممکنه تړون ضمانت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې په قطر کې روانې دي او دواړو خواوو ويلي چې تړون ته نږدې شوي دي.

د روسيې د دولتي اژانس  (اټارټاس) د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ماريا زخرووا پرون په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، روسیه چمتو ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د ممکنه تړون ضمانت وکړي.

هغې د دغه ضمانت د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

دغه راز تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې امريکا به له روسيې د ضمانت غوښتنه وکړي او که نه، خو تر دې مخکې ځينو طالب سرچينو ويلي وو چې له امریکا سره د دوى د سولې د تړون ضمانت به روسيه او پاکستان کوي.

بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاروف ويلي چې د سولې له تړون وروسته به هم دوى د ترهګرۍ پر ضد  د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

نوموړي چې د هند د بهرنيو چارو له وزير جى شنکر سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، زياته کړې چې هند او روسيه د افغانستان په اړه ګډ دريځ لري.

هغه زياته کړې، روسيه اوس هم افغان ځواکونو ته وسايل ورکوي او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.