خوست ښار ( پژواک، ۸ وږی ۹۸):د خوست د امنیې قوماندانۍ پوليسو يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
دغه ځوان صابرالله نومېږي چې څو ورځې وړاندې د خوست مرکز اړوند د کونډيو له سيمې تښتول شوی و.
د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کس د پوليسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د خوست په صبريو ولسوالۍ کې له سړي تښتوونکو ژغورل شوى دى.
هغه زياته کړه چې سړي تښوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو وايي پوليسو د هغوی د نيولو هڅې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست د ملي امنيت منسوبينو هم له سړي تښوونکو څخه د بلال په نوم د يوه لس کلن ماشوم د راخلاصون خبر ورکړی و.
login or register a new account.