Language

د سولې ولسي حرکت: د سولې تفاهم بايد جګړه په دايمي ډول ختمه کړي

ګردېز(پژواک، ٨وږى ٩٨) : د سولې ولسي حرکت مشر او غړي وايي چې د سولې خبرې دې واضح وي او د تېرو پړاوونو په څېر د ابهام د مخنيوي لپاره دې په بين الافغاني خبرو کې رسنيو او د دې حرکت غړو ته د څارنې او بې طرفه ګډون حق ورکړل شي.

دوی دا خبرې په ګردېز کې د لاريون پر مهال وکړې او زياته يې کړه چې د سولې د خبرو لومړی اقدام او پرېکړه بايد اوربند وي.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وايي چې خلک د سولې مبهمو خبرو ته اندېښمن دي او د سولې تفاهم بايد په داسې ډول وشي چې په راتلونکي کې د هر ډول تاوتريخوالي مخنيوی وکړي.

خيبر پژواک ته وويل:((د افغانانو تر ټولو لويه اندېښنه دا ده چې موږ نه پر امريکايانو باور لرو، نه پر طالبانو چې هلته ناست دي او نه پر حکومت لازم باور شته. وېره دا ده چې دا لوري د افغانانو پر سر سودا ونه کړي، دروغجنه سوله او په دې سوله کې د بلې جګړې تخم ونه واوسي، چې اوس لږ و ډېر په ځينو سيمو کې تحرکات ليدل کيږي او څرک يې شته.))

اقبال خيبر وويل چې وسله والو طالبانو په پکتيا او هلمند ولايتونو کې د سولې ولسي حرکت درې تنه غړي وهلي او بايد خلکو ته د دې کار وضاحت ورکړي.

خيبر زياته کړه:((د پکتيا يو تن يې يوه مياشت بندي کړی و، د هلمند يو اوسېدونکی يې په چاه انجير کې نيولی او سخت يې وهلی او زموږ يو نابينا ملګري ته يې په عينک کې د ټوپک په زور سپکاوی کړی دی. طالبان بايد خلکو ته ځواب ورکړي چې ولې د هغو خلکو سپکاوی کوي چې د دوی،د حکومت او خلکو د سر خير غواړي؟ طالبان بايد د خلکو پر خوله لاس کېنږدي او پرېږدي چې خلک خبرې وکړي.))

د ياد حرکت ولايتي مسوول استاد احمدجان فيضي د پنځه ماده ييز پرېکړه ليک د اورولو پر مهال وويل چې د متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو تر منځ له تفاهم وروسته په بين الافغاني خبرو کې بايد رسنيو او د ياد حرکت غړو ته د څارونکو او بې طرفه غړو په توګه د ګډون حق ورکړل شي.

فيضي وايي:((د امريکايانو او طالبانو تر منځ خبرې بايد د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو پر اساس او د افغانانو په خیر وي. له تفاهم وروسته لازمه ده چې په بين الافغاني خبرو کې رسنيو او د سولې ولسي حرکت غړو ته ګډون ورکړل شي، چې د ابهام مخنيوی وشي.))

د پکتيا قومي مشر اسلام الدين منګل اوربند د باور د فضا رامنځته کېدو او د سولې اساس بولي او ټينګار کوي چې د سولې د عملي مواردو لومړی هغه بايد اوربند وي.

منګل پژواک ته وويل:((که سوله د ولس لپاره وي، نو د سولې خبرې بايد پټې نه وي. خلک ستړي دي، خلک اوربند غواړي او اوربند ډېر اړين دی.  داوربند په جريان کې بايد مذاکرات وشي، که اوربند نه وي، مذاکرات هېڅ مانا نه لري.))

د ګردېز يو تن اوسېدونکی فضل الحق نظامي وايي چې سوله د افغانانو حق دی او ټول سياسيون بايد ددې ملي پروسې ملاتړ وکړي.

نظامي پژواک ته وويل:((موږ وايو چې سوله له هر څه لومړيتوب لري، موږ له ولسمشر نه هم غواړو چې سولې ته تر انتخاباتو ډېر توجه او اولويت ورکړي. له طالبانو هم غواړو چې د دوحې پر خبرو دې عمل وکړي، رادې شي، سوله دې وکړي. موږ هره ورځ وژل کيږو. جهان زموږ پر سر تجارت کوي.))

login or register a new account.