کابل(پژواک،۸ وږى ۹۸):د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کندوز ولايت کې يې هغه ترهګر نيولى چې غوښتل يې د پوليسو په ليکو کې ځان شامل کړي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې د کندوز ولايت له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو تېره ورځ هغه ترهګر چې غوښتل يې د پوليسو په ليکو کې شامل شي، نيولى دى.
د سرچينې په خبره، دغه کس د پوليسو په ليکو کې تر شاملېدو وروسته پر پوليسو د بريد پلان درلود.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې په څو ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود.
سرچينې د ياد کس د هويت په اړه معلومات په ډاګه نه کړل ، ويې ويل چې له څېړنو وروسته به له رسنيو سره جزييات شريک کړي.
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر کسان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې شامل شوي وو چې بيا يې پر امنيتي ځواکونو داخلي بريدونه کړي او له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي وو.
login or register a new account.