Language

په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی

کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۸) : په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه وایي، چې د عملیاتو پر مهال یو امریکایي سرتیری وژل شوی دي.

په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر لخوا دوږي په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سرتیری نن وژل شوی دی.

خو سرچینې ویلي، چې د تګلارې له مخې دمګړۍ د وژل شوي سرتیري هویت نه شي په ډاګه کولی.

تیره اونۍ هم په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي وو.

login or register a new account.