تالقان (پژواک، ٨ وږى ٩٨): د تخار چارواکي وايي چې ددغه ولايت په بهارک او درقد ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو د بريدونو په ترڅ کې ٢١ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خلیل اسیر د وږي په ٨مه پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په يادو دوه ولسواليو کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل .
ده وويل چې په بهارک کې اته پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړي وويل چې دغه راز په درقد ولسوالۍ کې ددې بريدونو په ترڅ کې د ملي اردو ١٢ او يو پوليس وژل شوي او يوبل ټپي دى.
نوموړي د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.
دغه راز د تخار د ولايتي شورا منشي محمد اعظم افضلي پژواک ته وويل چې نن سهار څلور بجې وسله والو طالبانوپه درې ولسواليو (درقد،چاه اب وبهارک) کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل او امنيتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله .
ده وويل چې په چاه اب کې اوس هم جګړه روان ده او د ملي امنيت له ودانۍ پرته نورې ټولې ساحې وسله والو نيولې دي.
هغه وويل چې که حکومت په دې اړه ژر اقدام ونه کړي نو انساني ناورين به رامنځته شي.
د امنيتي ځواکونو له خوا په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په چاه اب کې د وسله والو بريدونه په شا تمبولي.
سرچينې ويلي چې د ځوابي بريد پرمهال يې د وسله والو د سرې قطعې د قوماندان حکمت په ګډون ٢٨ وسله وال وژلي او تازه دمه کومانډو ځواکونه سيمې ته رسېدلي او په جګړه بوخت دي.
د سرچينې په خبره چې په دې بريد کې درې سيمه ييز پاڅونوال ټپيان شوي چې په دې اړه به نور معلومات وروسته په ډاګه کړي .
بله خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى پرچاه اب ولسوالۍ بريد کړى او لسګونه سرتېري يې وژلي دي .
login or register a new account.