Language

په کابل کې د ځانمرګي برید له امله څلور تنه ټپیان شول

کابل (پژواک، ۸  وږی ۹۸) : د کابل ښار د څلومې حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځانمرګي برید له امله څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د وږي په ۷ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن ماښام په څه د پاسه شپږو بجو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړونده د تایمني پروژې په دویم سړک کې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې د یوه ځانمرګي بریدګر واسکټ موخې ته تر رسیدو مخکې چاودنه کړې ، چې له امله يې د دریو ښځو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

رحیمي وایي، چې د پيښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

ددې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

login or register a new account.