Language

ارګ: پر کندوز ښار بريد وښوده چې طالبان سولې ته ژمن نه دي

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٨): د ولسمشر اشرف غني وياند وايي، پر کندوز ښار بريد وښوده چې طالبان لا هم سولې ته پابند نه دي.

وسله والو طالبانو تېره نيمه شپه له درېيو خواوو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه وکړل، د ښار مرکزي سيمو ته ننوتلي او اوس هلته جګړه روانه ده.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ٩مه د حکومت رسنيو مرکز کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پر کندوز ښار او د عامو خلکو پر سيمو بريدونو کولو سره طالبانو له خلکو سره خپلي دښمني په ډاګه کړه.

هغه زياته کړه: ((دغو بريدونو سره طالبانو وښوده چې سولې ته پابند نه دي.))

د صديقي په وينا، په قطر کې چې د امريکا متحدو ايالتونو د افغانستان د حکومت په همکارۍ د سولې لپاره کوم فرصت رامنځته کړى، طالبان ترې استفاده نه کوي.

نوموړى وايي، له  يوه اړخه وسله وال طالبان په قطر کې پر خبرو بوخت دي او له بل لوري پر کندوز ښار او د خلکو پر کورونو بريدونه کوي.

خو د ولسمشر وياند په ډاګه کړه، چې ددوى دا بريدونه به بې جوابه پاتې نه شي ، لکه د پخوا کلونو پر څېر به يو ځل بيا په کندوز کې وځپل شي.

صديقي وويل، چې کندوز ښار کې  ځانګړي ځواکونه رسيدلي او هڅه کوي، چې پر خلکو ګواښونه آرام کړي.

خو ده زياته کړه، چې وسله وال طالبان د خلکو په کورونو او روغتونونو کې  ځانونه پټ کړي دي.

د هغه په وينا، د هېواد امنيتي دفاعي ځواکونه په ډېر احتياط سره پرمخ ځي او نه غواړي چې ملکي وګړي زيانمن شي.

د  ولسمشر وياند په قطر کې د روانو خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ټاکل شوې وه، چې خليلزاد کابل ته راشي، خو هغه په قطر کې په خبرو بوخت دى.

هغه زياته کړه، کله چې هلته خبرې پاىته ورسېـږي ، بيا به خليلزاد کابل ته راځي او د افغانستان حکومت به له خپلو خبرو په جريان کې کوي.

login or register a new account.