Language

د کندوز په جګړه کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٥٩ ټپيان دي

دويم تعقيب-کندوز ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٨): په کندوز کې روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي او ٥٩ نور ټپيان شوي دي.

طالبانو تېره شپه يوه بجه د کندوز ښار له خان اباد بندر، چرخاب، امام صاحب بندر، سه درک، زرخريد او د درېيمې حوزې له مربوطاتو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي دي چې جګړه اوس هم روانه ده.

د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې له دې جګړې څخه تر اوسه د ملکي وګړو درې جسدونه او ٤١ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه وايي: ((سهار طالبان يو ځل حوزوي روغتون ته ننوتل، خو ډاکټرانو ته يې ويلي چې تاسو خپل کار کوئ، موږ پر تاسو کار نه لرو.))

خو د کندوز د حوزوي روغتون سرطبيبې مرضيې يفتلي پژواک ته وويل چې تر اوسه دغه روغتون ته د اته ملکي وګړو جسدونه او ٥٩ نور په ټپي حالت کې انتقال شوي دي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وويل چې د کندوز په جګړه کې تر اوسه ٥٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دى وايي چې افغان امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

هغه زياته کړه: ((دا مهال په کندوز کې امنيتي وضعيت ښه دى، طالبان له ډېرو سيمو بېرته په شا شوي دي.))

ده وويل، دا مهال د کندوز ښار په شمال ختيځ او شمال لوېديځ برخو کې جګړه روانه ده، خو وروسته به دغه سيمې هم د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

د رحيمي د معلوماتو له مخې، دا مهال د کندوز حوزوي روغتون هم امنيتي ځواکونو بېرته نيولى دى.

دغه راز د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وايي چې د کندوز د جګړې پر مهال ٣٢ وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى شوي دي او دغه راز طالبانو هم يوه ويډيو خپره کړې چې په کې يو شمېر سرتېري له وسله والو طالبانو سره يوځاى کېږي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي په خبري کنفرانس کې وويل چې ګډ ځواکونه کندوز ته رسېدلي، خو د ملکي مرګ ژوبله د مخنيوي په موخه په احتياط سره پر مخ روان دي.

login or register a new account.