Language

طالبانو پر کندوز ښار له څو لورو بریدونه پیل کړي

کندوز ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٨): وسله والو طالبانو يو ځل بيا پر کندوز ښار له څو لورو ډله ييز بريدونه پيل کړي او جګړه اوس هم په شدت روانه ده.

طالبانو تېره شپه يوه بجه د کندوز ښار له خان اباد بندر، چرخاب، امام صاحب بندر، سه درک، زرخريد او د درېيمې حوزې له مربوطاتو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

په دې اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د وږي په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

دى وايي: ((اوس هم جګړه روانه ده، کومو ځايونو کې چې مشکل ډېر دى، هلته ځانګړي ځواکونه ورغلي او لږ وروسته به قوي عمليات پيل شي څو د طالبانو بريدونه پر شا وتمبول شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه د درېيمې امنيتي حوزې امر ټپي شوى او شپږ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز د کندوز ښار یوه اوسېدونکي بشير پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرې شپې راهيسې پر ډېرو سيمو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

ده وويل: ((همدا اوس په شدت سره جګړه روانه ده، خلک ټول په وېره کې دي، حکومت بايد يو څه وکړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ډېرو خلکو خپل کورونه پرېیښي دي او نورو سيمو ته تللي دي.

بلخوا د کندوز ښار ټولې هټۍ تړل شوې دي، په عمومي چوک کې د ځانګړو ځواکونو ټانګونه ولاړ دي، له تېرې شپې راهيسې دوه مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي او برېښنا هم پرې شوې ده.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو له تېرې شپې راهيسې له څو لورو پر کندوز ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه لس پوليس وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان دي او ځينې سيمې هم طالبانو نيولې دي.

login or register a new account.