Language

په کندهار کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونمانځل شوه

کندهار (پژواک، ۹ وږی ۹۸): په کندهار کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونمانځل شوه چې د پښتنو او بلوڅو سلګونو مشرانو په کې ګډون کړی وو.

دغه نمانځغونډه د کندهار ولایت مقام په غازي امان الله خان تالار کې جوړه شوې وه چې د مشرانو تر څنګ په کې ولایتي چارواکو هم ګډون کړی وو.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب وویل، پښتانه او بلوڅ قومونه په خپلو منځونو کې فرهنګي، سیاسي، ټولنیزې او مذهبې اړیکې لري چې پېړۍ قدامت لري.

هغه زیاته کړه، هیڅوک نه شي کولای د دغو دواړو قومونو تر منځ نفاق راولي.

د ده په خبره، پښتنو او بلوڅو د تاریخ په اوږدو کې د خاورې د خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړي او تل یې برحقه مبارزه کړې ده.

نوموړي له دواړو قومونو وغوښتل چې خپلمنځي مشترکات وساتي څو د نړۍ د پرمختللي قومونو غوندې ارام او هوسا ژوند ولري.

د بلوڅ قوم په استازولۍ معلم نصر الله بلوڅ وویل، بلوڅ قوم هیڅکله اجازه نه ورکوي چې دښمنان د دغو دواړو قومونو تر منځ بېلوالي ته لمن ووهي.

هغه له مشرانو وغوښتل چې د دواړو قومونو تر منځ یووالی وساتي.

د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا وویل، د دواړو قومونو د اړیکو او یووالي د پیاوړتیا په موخه دې ورته غونډې، سيمینارونه او نور پروګرامونه جوړ شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دواړو قومونو ځوانانو ملي اتڼ وکړ او خپلې خوښۍ یې سره شریکې کړې.

د یادونې ده چې د ۱۳۲۸ لمریز کال د وږي له ۹مې راهیسې هر کال د دواړو قومونو د یووالي او د پیوستون په توګه په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics