کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٨) : امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز ولايت په پروني بريد کې ٢٧ سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي او له دواړو څخه ١١٤ نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو وړمه شپه له درېيو خواوو څخه پر کندوز ښار بريدونه وکړل او د ښار ځينو مرکزي سيمو ته يې هم ځانونه و رسول، خو وروسته دامنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول او تر مازيګر ناوخته پورې د ښار له ځينو برخو څخه وايستل شول.
نږدې ماښام مهال د کندوز ښار په مرکزي څلور لاري کې په داسې حال کې چې امنيه قوماندان منظور ستانکزى او نور کسان راټول شوي وو، د دوى په منځ کې ځانمرګى بريد وشو.
ددې ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ښار د طالبانو بريدونو کې اووه سرتېري وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړه،دغه راز د پرون ماښام په ځانمرګي بريد کې ١٣ نظامي کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
يادې سرچينې وويل، په وژل شويو کې د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني، د ښار د ترافيکو مدير ، د ترافيکو د ښاري نظم امر او د امنيه قوماندانۍ کامره مين هم شامل دي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، د ولايت امنيه قوماندان منظور ستانکزى هم ټپي شوى چې لومړى په ښار کې د بهرنيانو په روغتون کې تر درملنې لاندې و او اوس يې بګرام ته لېږدولى او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
ددغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، ځانمرګي بريدګر د ځانګړې قطعې په يونيفورم کې راغلى و او له امنيه قوماندان سره يې روغبړ هم کړى و.
سرچينې زياته کړه : (( امنيه قوماندان له چا سره مرکه کوله، بريدګر ورته وويل چې وروسته يو سيلفي عکس اخلو، خو څو ثانيې وروسته يې ځانته چاودنه ورکړه. ))
د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکتر احسان الله فضلي پژواک ته وويل چې دوى ته د شپږو ملکي کسانو جسدونه او ٨٥ ټپيان راوړل شوي دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو په کندوز ښار کې چاڼيز عمليات ترسره کړل او ټول ښار يې له وسله والو مخالفينو پاک کړ.
login or register a new account.