کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کندوز ښار تصفيه او وضعيت يې نورمال حال ته ګرځېدلى دى.
وسله والو طالبانو وړمه شپه له درېيو خواوو څخه پر کندوز ښار بريدونه کړي وو او د ښار ځينو مرکزي سيمو ته يې هم ځانونه رسولي وو، خو وروسته دامنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول او تر مازيګر ناوخته د ښار له ځينو برخو څخه وايستل شول.
ماښام ته نږدې دکندوز ښار په مرکزي څلور لاري کې په داسې حال کې چې امنيه قوماندان منظور ستانکزى او نور کسان راټول شوي وو، ددوى په منځ کې ځانمرګى بريد وشو، چې امنيه قوماندان ټپي او تر لسو زيات کسان ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پوليسو ځانګړو ځواکونو په کندوز ښار کې چاڼيز عمليات ترسره کړل او ټول ښار يې له وسله والو مخالفينو پاک کړ.
هغه زياته کړه، اوس په ښار کې ژوند نورمال حال ته ګرځېدلى ، بازارانونه خلاص شوي او خلکو خپل ورځني کارونه پيل کړي دي.
رحيمي وايي، د کندوز په بريد کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات شريک شي.
خو پرون د ملي دفاع وزير په کندوز ښار کې ويلي و چې په دې جګړه کې ٩ سرتېري او ٣٦ وسله وال مخالفين وژل شوي، بلخوا د ملکي روغتون رييس پژواک ته ويلي و چې هغوى ته د اتو ملکي وګړو جسدونه او ٦٠ ټپيان راوړل شوي دي.
د رحيم الله په نامه د کندوز ښار يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې له نن سهار څخه وضعيت نور مال شوى دى.
خو هغه وايي، برېښنا اوس هم قطع ده او ځينو مخابراتي شبکو هم تر اوسه فعاليت نه دى پيل کړى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په کندوز ښار کې يې لسګونه پوستې او پوځي وسايط نيولي او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو هغه زياته کړې، نيول شوې سيمې اوس هم له دوى سره دي خو ددوى هدف د ښار نيول نه، بلکې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړول وو.
login or register a new account.