Language

سرچينه : د قطر خبرو کې پر “امارت”او د بهرنيو ځواکونو په حضور  لاهم اختلافات شته

کابل (پژواک،١٠ وږى ٩٨): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې لا هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د (امارات)  او د امريکا پر پوځي حضور اختلافات شته دي، بلخوا سياسي شنونکي وايي چې د ولسمشر ټرمپ څرګندونو دا ستونزې زېږولې دي.  

د امريکا او طالبانو ترمنځ  خبرې اترې چې له تېرو ١١ مياشتو راهيسې په قطر کې روانې دي، تېره شپه يې نهم پړاو پاى ته ورسېد.

اټکل کېده چې په دې پړاو کې به دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسېږي او د نړيوالو ضمانت ورکوونکو پر وړاندې به يې لاسليک کړي، خو له هوکړې مخکې خليلزاد کابل ته روان شوى دى.

 د نهم پړاو په پاى کې د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې دا ځل ډېر پرمختګونه شوي دي.

هغه زياته کړې : (( خبرې د شپې ناوخته په برياليتوب سره پاى ته ورسېدې او له امريکايي لوري سره به ځينې تخنيکي خبرې نن بشپړې کړي. ))

بلخوا د افغانستان دسولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي :" موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاى ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم."

د راپورونو له مخې، کېداى شي نن د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد کابل ته راشي او د سولې هوکړه ليک په اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړي.

د نهم پړاو خبرو اترو په اړه د سهيل شاهين او زلمي خليلزاد په ټويټونو کې هم لږ تضاد ليدل کېږي، شاهين په کې د برياليتوب او پرمختګونو خبره کړې، خليلزاد بيا يواځې د پاى ته رسېدو موضوع مطرح کړې ده.

بلخوا په قطر کې ځينې باوري سرچينې وايي چې نهم پړاو خبرې هوکړې ته له رسېدو پرته بې پايلې پاى ته رسېدلې دي.

يوې باوري سرچينې د وږي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس هم د امريکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د امريکايي استخباراتي او پوځي شتون پر سر سخت اختلافات شته، ځکه چې طالبان دا ورسره نه مني.

دغه راز سرچينه وايي چې طالبان پر امارات ټينګار کوي، خو بيا امريکا ورسره  دا نه مني، ځکه نهم پړاو بې پايلې پاى ته رسېدلى دى.

سرچينه زياتوي، ولسمشريزې ټاکنې هم نږدې دي، پر دواړو خواوو فشار و چې تر ټاکنو مخکې دا کار وشي، خو ونه شو، د مفاهمې په صورت کې به بين الافغاني مذاکرات پيلېدل او ټاکنې ځنډېدل وو.

login or register a new account.