کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تاییدوي چې واشنګټن په اصولو کې له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دی او تر موافقې وروسته به طالبان د هغه ډلو په مقابل کې جګړه کوي چې د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ رامنځته کوي.
خلیلزاد دغه څرګندون نن شپه له طلوع نیوز تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ويل چې د دغې هوکړې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې کابو پنځه زره امریکايي سرتېري له پنځو اډو بهر شي، او د دغې هوکړې پر بنسټ به په لومړي ګام کې په پروان او کابل ولایتونو کې تاوتریخوالی کم شي.
هغه زیاتوي، په دې هکله چې دا هوکړه به چېرته او په کومه کچه د دواړو لوریو د استازو لخوا لاسلیک شي، دامریکا ولسمشر ټرمپ به یې په اړه وروستۍ پریکړه کوي.
د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«په پرنصیب کې د کاغذ پر مخ هوکړې ته رسېدلي یو، خلاص شوی او د کاغذ پاڼه تړل شوې، طبعاً تر هغې چې د امریکا ولسمشر له هغه سره هوکړه ونه کړي وروستی نه دی موږ په همدې پړاو کې یوو.»
خلیلزاد زیاتوي، له طالبانو سره د امریکا د سولې د موافقې له مخې له څوارلس زره امریکايي پوځیانو څخه به پنځه زره په لومړي پړاو کې په افغانستان کې له پنځو اډو څخه ووځي او طالبان به په لومړي ګام کې په کابل او پروان ولایتونو کې تاوتریخوالی کموي.
ده څرګنده کړه:«شرایط، لکهڅرګنه چې په هوکړهلیک کې دي هماغه شان مخته ولاړ شي، په ۱۳۵ ورځو کې به پر اوسنیو پنځو اډو کې چې موږ په کې یوو هغه به پرېږدو.»
دغه لوړپوړی امریکايي دیپلومات د افغانانو ترمنځ په خبرو ټینګار کوي خو وايي په زور سره د اسلامي امارت راستنېدل د منلو وړ نه دي.
هغه په ډاګه کړه، کهچېرې هڅه وشي چې د یوه لور نظرونه پر نورو په زور ومنل شي، پایله به یې جګړه وي.
نوموړي طالبانو سره د هوکړې په اړه وویل، چې په جزییاتو سره یې له افغان چارواکو سره له پرون راهیسې شریک کړي دي، خو کاپي يې ځکه نه ده، ورکړې، چې تر اوسه ولسمشر ټرمپ نه دی لیدلی او کیدای شي هغه پکې ځینې بدلونونه وړاندیز کړي.
خلیلزاد وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته به ډیر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو هیواد یې په ډاګه نه کړ، هغه وویل، چې ناروې په دې برخه کې پراخه تجربه لري، ممکن هلته وي.
د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه، چې داعش او القاعده ډل د ګواښ ترځنګ د امریکا دښمنان دي او د هوکړې له مخې به طالبان له افغان ځواکونو سره په یو ځای به د هغوی پر ضد مقابله کوي، څو د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ رامنځته نه کړي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې امریکا به یې پر ضد نه جنګیږي، دغه کار به طالبان کوي.
ده د امارت اسلامي په اړه وویل، چې په هوکړه لیک کې د امارات یادونه شوې، خو امریکا یې د طالبانو په نوم پیژني.
خلیلزاده زیاته کړه : (( موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت په رسمیت پیژنو.))
هغه د انتخاباتو په اړه وویل، چې امریکا ته سوله لومړیتوب دی، خو د ټاکنو نه ترسره کیدل د امریکا دریځ نه دی.