پلخمری (پژواک، ١١ وږى ٩٨): د بغلان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د پلخمري ښار په جګړو کې تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون ١٤ کسان وژل شوي او ٤٦ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو پرون سهار د پلخمري ښار په شمالي څنډو کې بريدونه پيل کړي چې تر اوسه دوام لري.
د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محب الله حبیب د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پلخمري روغتون ته تر اوسه د ملکي وګړو اته مړي او ٢٦ ټپيان ور وړل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه راز ده زياته کړه چې تر اوسه د شپږو سرتېرو مړي او ٢٠ ټپيان هم روغتون ته ور وړل شوي دي.
بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې پر پلخمري ښار د طالبانو بريدونه مهار شوي دي.
د بشارت په وينا، د پلخمري په جګړه کې تر اوسه ٤٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣١ نور ټپيان دي.
ده وويل چې د بغلان په مربوطاتو کې د کابل- شمال لويې لارې خلاصولو په موخه هم عمليات پيل شوي دي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې تېره شپه وسله والو طالبان له څلورو خوا پر پلخمري ښار بريد وکړ، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په درېیو استقامتونو کې ماتې ورکړل شوه.
هغه وویل، په دې نښته کې ۵۱ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۳۱ نور ټپيان او يوولس نور برمته نيول شوي دي.
رحيمي زياتوي، په دغه عملیاتو کې شپږ امنیتي سرتېري او اووه ملکي وګړي وژل شوي او يوولس سرتېري تپيان دي.
بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په پلخمري ښار کې يې ګڼې پوستې او نظامي مرکزونه نيولي، لسګونو سرتېرو او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP