کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸) : د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې ډیره قوي چاودنه وشوه، چې غږ یې تر لرې ساحو پورې واوریدل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه د شپې په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو د نهمې حوزې اړونده د څرخي پله پر سړک د ګرین ویلج سره چیرته چې بهرنیان اوسیږي ، شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه درلودل، خو عیني شاهدان وایي، چې چاودنه ډیره قوي وه او غږ یې تر لس او شل کیلو مترۍ پورې اوریدل شوی دی.
د فرید احمد په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي پژواک ته وویل،. چې د کور کړکۍ او دروازې یې ماتې شوې او د شیشو د ماتیدلو له امله یې د کورنۍ ګڼ کسان ټپیان شوی دي.
له چاودنې وروسته له سیمې څخه د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي. نور جزییات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.