Language

ګردېز کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې د خپل واسکټ چاودنې وژلی

ګردېز (پژواک، ١١ وږى ۹۸): د پکتیا په مرکز ګردېز کې یو ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې د خپل بمي واسکټ چاودنې له امله وژل شوی دی.

د پکتیا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وړاندې د پکتيا حوزوي روغتون مخې ته ځانمرګى برید شوى دى.

تبسم وایي: ((د ځانمرګي موخه معلومه نه وه، خو کله چې د پوليسو له لوري ورته د درېدو ويل شوي، ځان ته يې چاودنه ورکړې چې يواځې خپله په کې وژل شوى دى.))

عيني شاهد عبدالله وايي چې په بريدګر پورې د تړل شوو چاودېدونکو توکو اندازه کمه وه او ښکاري چې هدف يې فردي و.

عبدالله وايي: ((د سړک پر غاړه روان وم, چې چاودنه وشوه، خو د چاودنې غږ ډېر زورور نه و, کله چې هغه ځای ته ولاړم د بريدګر د بدن غړي پراته وو، نور چا ته په کې زيان نه و اوښتى.))

login or register a new account.