Language

د بلخ د زارې ولسوالۍ د سقوط په اړه متضادې ادعاوې

مزارشريف (پژواک، ۱۲ وږی ۹۸): د بلخ سيمه ييز چارواکي تاييدوي چې له تېرې شپې راهيسې د دغه ولايت په زارې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

طالبانو د د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه ولسوالۍ يې سقوط کړې خو د بلخ ولايت مقام د طالبانو دا ادعا ردوي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد د وږي په ۱۲مه پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په زارې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

د هغه په خبره، په دې جګړه کې د طالبانو او افغان ځواکونو له خوا له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل شوی او ښايي چې عامو خلکو ته هم مالي او ځاني تلفات اوښتي وي.

د حديد په خبره، د جګړې له وروستيو جزئياتو تر اوسه دوی راپور نه دی ترلاسه کړی.

په ورته مهال وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې زارې ولسوالۍ يې سقوط کړې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د بلخ د زارې ولسوالۍ مرکز او امنيه قومانداني د دوی له خوا نيول شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په ياده جګړه کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

له دې سره بلخ ولايت مقام د زارې ولسوالۍ د سقوط په اړه د طالبانو ادعا بې بنسټه بولي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې په یاده ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې سخته جګړه روانه ده چې د نن ورځ غرمه مهال د جګړې شدت هم کم شوی دی.

فرهاد زياتوي چې ياده ولسوالۍ اوس هم د افغان ځواکونو په ولکه کې ده.

د هغه په خبره، تېره شپه د ځمکنۍ جګړې او هوايي بريدونو له امله طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.

login or register a new account.