کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ناټو له سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.
پومپيو چې د څو هېوادونو په سفر روان راوتلی، پرون د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلى او هلته يې د ناټو سازمان له سرمنشي سټولټنبرګ سره ليدلي دي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټويټر کې ليکلي چې دواړو د افغانستان پر روان سياسي او امنيتي وضعيت خبرې او سلا مشورې وکړې.
هغه په کابل کې د تېرې شپې هغه بريد هم غندلى چې وسله والو طالبانو يې مسووليت منلى دى.
په دغه بريد کې ١٦ کسان وژل شوي او ١٢٠ نور ټپيان دي.
د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ زياته کړې چې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوي او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.
که څه هم تر دې دمه د دوی د کتنې نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي، خو پخوا داسې راپورونه ورکړل شوي چې مایک پومپیو به د ناټو له سرمنشي او نورو اروپايي چارواکو سره د هغې هوکړې په اړه غږېږي چې په دوحه کې د افغان طالبانو او امريکایانو ترمنځ شوې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په کابل کې له افغان مشرانو سره ليدلي او د هوکړې په اړه يې ورسره معلومات شريک کړي دي.
نوموړي تېره شپه له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې موافقې ته رسېدلی او وروستی تصميم به ولسمشر ټرمپ نيسي.
login or register a new account.