Language

پلخمري ته د طالبانو د ځپلو لپاره تازه دمي ځواکونه رسېدلي

پلخمري (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې د بغلان ولايت مرکز ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي.

وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د پلخمري ښار پر شمالي څنډو کې بريدونه پيل کړي چې تر اوسه ادامه لري.

د همدغو جګړو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د کابل- شمال لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د وږي په ١٢مه د ملي امنيت عمومي رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه د پلخمري ښار ته رسېدلي دي.

سرچينه وايي: ((دغو ځواکونو اوسمهال په ښار کې چک پاينټونه جوړ کړي او ډېر ژر به د هغو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي چې د خلکو په کورونو کې ځاى پر ځاى شوي دي.))

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت هم پژواک ته وويل چې له کابل نه تازه دمي ځواکونه رسېدلي خو تر اوسه يې په جګړه کې برخه نه ده اخيستې.

خو د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني پژواک ته وويل چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ له امله طالبانو پرمختګ کړى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو د پلخمري- مزارشريف او پلخمري- کندوز پر لويو لارو چک پاينټونه جوړ کړي او خلک تلاشي کوي.

هغه زياته کړه: ((که اساسي عمليات پيل نه شي، ډېر ژر به د پلخمري ښار هم طالبان ونيسي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په پلخمري کې يو شمېر سيمې او پوستې طالبانو نيولې چې پر مهال يې ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او ځيني نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، په بغلان کې د مخابراتي شبکو د ټکني فعاليت له امله تر اوسه د يادې جګړې د مرګ ژوبلې وروستي ارقام له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

خو پرون د بغلان د عامې روغتيا رياست چارواکو پژواک ته ويلي وو چې په دې جګړه کې د ملکي وګړو په ګډون ١٤ کسان وژل شوي او ٤٦ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.