Language

ابدالي: له تقلب او زورزياتي ډکې ټاکنې د منلو نه دي

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو کانديد ډاکتر شيدا محمدابدالي وايي چې په سوله ورته مشروط ډول لومړيتوب دى.

ډاکتر شيدا محمد ابدالي دغه څرګندونې نن (د وږي ١٣مه) د کابل د لويې جرګې په خېمه کې په خپلې لومړنۍ کمپاينۍ غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د هغه د دوو مرستيالانو ذوالفقار اميد او جنرال بصير سالنګي په ګډون سلګونو پلويانو برخه اخيستې وه.

ابدالي وايي چې د سياسي فعاليت انګېزه له خپل ولس څخه سرچينه اخيستې او ولس حق لري چې له سياستوالو د خپلو حقونو په اړه پوښتنې وکړي.

هغه نيوکه وکړه چې ډېرى سياستوال د خپل سياست انګېزه له ولس سره نه ده شريکه کړې.

د ولسمشر ټاکنو دغه کانديد ځوانان وهڅول چې هېواد د وروستيو ناخوالو د ايستلو لپاره راپورته او ولسي حرکت پيل کړي.

نوموړي وويل چې د کندهار پخوانى امنيه جنرال رازق چې د ده د سياسي خوځښت له مخکښانو و، غوښتل يې د هېواد وروستيو ناخوالو ته د پاى ټکى کېږي، خو د هېواد د دښمنانو له خوا له منځه يووړل شي.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې د سولې او ملي يووالي لپاره کار وکړو، د همدې لپاره مو سياسي خوځښت پيل کړ.))

ابدالي وايي چې دوى يو واقعي ملي ولسي حرکت پيل کړى او دا يو ملت امانت دى.

خو نوموړي زياته کړه چې د نورو په څېر دا ميراثي تګلاره نه ده، سوچه ولسي تګلاره او حرکت دى او دا د شخصي موخو او ګټو لپاره نه ده جوړه شوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه کانديد وويل چې سوله يې لومړيتوب دى، خو په دې برخه کې شرايط هم لري.

ابدالي زياته کړه، هغه سوله غواړي چې افغانان پر خپلو پښو ودروي، د خلکو د ارادې تمثيل ولري، هغه سوله چې د افغانانو ملکيت وي.

login or register a new account.

Related Topics