کابل (پژواک ١٣ وږى ٩٨): د اسیايي پراختیايي بانک لوی رئیس وايي، پروګرامونه يې د افغان دولت له لومړیتوبونو سره په همغږې مخته ځي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مرکزي او لوېدیځې اسیا لپاره د اسیايي پراختیايي بانک لوی رئیس ورنر لیپاچ سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه چې نن ماښام په ارګ کې وشوه، له افغانستان سره د اسیايي پراختیایي بانک د مرستو په ځانګړي ډول له زېربنایي او ترانسپورټي برخو څخه د دغه بانک د ملاتړ او تمویل په اړه بحث او خبرې وشوې.
د مرکزي او لوېدیځې اسیا لپاره د اسیايي پراختیايي بانک لوی رئیس د هغو پروژو په اړه چې یاد بانک یې په افغانستان کې ملاتړ کوي، معلومات ورکړل او ويې ویل: "زموږ برنامې د افغان دولت له لومړیتوبونو سره همغږې مخته ځي."
ولسمشر غني له افغانستان سره د اسیايي پراختیایي بانک د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او ويې ویل، هغه پروژې چې اسیايي پراختیایي بانک یې تمویلوي، د افغانستان د دوامداره ودې لامل ګرځي او زموږ لپاره زیاتې باارزښته دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP