Language

افغانستان سبا له بنګله دېش سره د کرکټ او له قطر سره د فوټبال لوبې کوي

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): افغانستان سبا له بنګله دېش سره د ټسټ کرکټ او له قطر سره د فوټبال لوبې ترسره کوي.

د فوټبال د ٢٠٢٢ نړيوال غوراوي سياليو په لړ کې افغانستان سبا په دوحه کې د قطر له ملي لوبډلې سره د فوټبال لوبه کوي.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د دې سياليو په لړ کې افغانستان خپله دويمه لوبه راتلونکې اوونۍ له بنګله دېش سره ترسره  کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي چې ملي لوبډله له تېرو څو ورځو راهيسې په دوحه کې ده او هلته خپل تمرينات ترسره کوي.

 بلخوا د افغانستان او کوربه بنګله دېش هېواد ترمنځ د يواځينۍ ټسټ کرکټ لوبه سبا پيلېږي.

د کرکټ ملي لوبډله چې د دې لوبې لپاره په متحده عربي اماراتو کې تمرينات کړي او اوس بنګله دېش ته رسېدلې ده.

د کرکټ ملي لوبـډلې له دې مخکې دوه  ټسټ لوبې کړې، چې له ايرلينډه يې ګټلې اوبله د هند په بريا پاى ته رسېدلې وه.

login or register a new account.

Related Topics