Language

افغان حکومت د امریکا- طالبانو پر کېدونکې هوکړې اندېښنه ښودلې او سپیناوی یې غوښتی

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د افغانستان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ پر کېدونکې هوکړې د اندېښنې څرګندونه کړې او په دې اړه يې له امريکا سپيناوى غوښتى دى.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د وږي په ١٣مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د افغانستان خلک سوله غواړي او په همدې موخه د افغانستان حکومت د سولې پروسه پيل کړې ده.

هغه زياته کړې، د سولې لويې مشورتي جرګې ترسره کېدل، د سولې خبرو لپاره له شرايطو تېرېدل او تېر کال اوربند کول د سولې پروسې پيلولو لپاره د افغانستان د حکومت له عملي اقداماتو وو.

صديقي ويلي، د افغانستان حکومت د سولې په لاره کې د هر ډول هغو پرمختګونو ملاتړ کوي چې د يوې دوامدارې سولې او د جنګ له منځه وړلو لامل وګرځي.

خو د ولسمشر وياند وايي، د امريکا او طالبانو پر کېدونکې هوکړې د افغانستان د حکومت اندېښنه د دې هوکړې له امله له رامنځته کېدونکو ګواښونو د مخنيوي په برخه کې ده چې څه ډول يې مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، لکه څرنګه چې د امريکا پخوانيو چارواکو او سناتورانو د سولې پروسې د ناوړه پايلو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، د افغانستان حکومت يې هم لري.

صديقي ويلي: "له همدې امله موږ د دې هوکړې په اړه د سپيناوي غوښتونکي يو، چې ممکنه ناوړه پايلې يې سمې وازول شي او له دې پايلو څخه د رامنځته کېدونکو ګواښونو مخه ونيسو. "

دا په داسې حال کې ده چې نهو پخوانيو امريکايي ډيپلوماتانو چې پنځه يې په افغانستان کې پخواني سفيران هم دي، خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له يو داسې "حقيقي" جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم په ‌کې دخيل وي، خپل سرتېري وباسي، افغانستان به له يوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.

هغوى د امریکا له حکومته غوښتي چې له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه ‌کړي.

په دغو دډيپلوماتانو کې چې يوه يې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده هم ترسره کړې او يو يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم دى، دا خبرداری داسې مهال ورکړى چې امريکايي پلاوی او طالب استازي د قطر په مذاکراتو کې يوه توافق ته رسېدلي.

دغو ډيپلوماتانو پرون په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې له افغانستانه په زيات شمېر د سرتېرو ایستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکايي سرتېرو په شمېر کې لومړنی کمی باید دومره زیات يا دومره چټک نه‌ وي چې طالبان باور وکړي پوځي بریا ترلاسه کولای شي.

login or register a new account.